زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/03/12 - 08:24:3
زيارة: 204
مشاركة مع الـأصدقاء

هند د تابعیت داسې قانون پلی کوي چې مسلمانان پکې مسثتنا کېږي
 هند د تابعیت داسې قانون پلی کوي چې مسلمانان پکې مسثتنا کېږي

انصار: (د کب 22مه)، د هند حکومت د تابعیت د لانجمن قانون د تصویبولو پلانونه اعلان کړي چې له مسلمانانو سره د مخالفت له کبله نیوکې پرې شوې دي.

د تابعیت د تعدیل دا قانون به د پاکستان، بنګله دېش او افغانستان نا مسلمانو مذهبي لږکیو ته د تابعیت ترلاسه کولو د غوښتنې اجازه ورکړي.

چارواکي وايي، دا به له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې له ځورونې سره مخامخ دي.

دا قانون په ۲۰۱۹ کې تصویب شو، چې له کبله یې لوی لاریونونه وشول چې لسګونه کسان پکې ووژل شول او ګڼ نور ونیول شول.

ګوتنیوونکي دغه قانون د مسلمانانو ضد ګڼي.

د دې قانون له مخې، هند هغو توکمیزو او مذهبي لږکیو ته تابعیت ورکوي چې د ۲۰۱۴ کال له ډسمبر مخکې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش په ګډون له اکثریت مسلمانو هېوادونو هند ته ننوتي، مګر مسلمانان پکې شامل نه دي.

د هند حکومت ددې لپاره نېټه نه ده ټاکلې چې د قانون بدلون به کله نافذېږي.

هغو توکمیزو اقلیتونو ته چې هند د تابعیت ورکولو هوکړه کړې، هندوان، سیکان، مسیحیان، بودایان او د پارس خلک پکې شامل دي.

د دغه قانون له تصویب وروسته له تاوتریخوالي ډکې نښتې وشوې چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان ووژل شول او په پایله کې یې تر اوسه دغه قانون نه دی عملي شوی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دې نیوکو په ځواب کې ویلي چې په افغانستان، پاکستان او بنګله دېش کې مسلمانان نه ځورول کېږي.

ددغه قانون د اجرا کولو لپاره د حکومت طرحو اعلان له ټاکنو څو اونۍ مخکې شوی، چې لومړی وزیر نریندرا مودي پکې د خپل هندو ملتپال حکومت لپاره د دریم ځل لپاره د واکمنېدو په لټه کې دی.

دا د هند د تابعیت ۶۴ کلن قانون تعدیلوي، چې دا مهال ناقانونه کډوالو ته د هند د تابعیت ترلاسه کولو مخه نیسي.

د تابعیت د تعدیل قانون منتقدین وايي، دا استثنايي دی او په اساسي قانون کې له هغو درج شويو سیکولر اصولو سرغړاوی دی چې د مذهبي دلایلو له مخې د اتباعو پر وړاندې تبعیض منع کوي.

د بېلګې په توګه، په نوي قانون کې هغه کسان شامل نه دي چې په نامسلمان اکثریت هېوادونو کې له ځورونې تښتېدلي چې د شري لنکا او تامیل کډوال هم پکې راځي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30557






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم